Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Friday, March 29, 2024

د ميډيا بنيادي کار, پاکستان او چيلنجز

يو وشتمے پيړئي ته د ميډيا صدئ وئيلے کيګي ځکه چۀ ميډيا کردار ډير  فراخه او وسيع شوے دے. دا اوس محض د پرپيګنډے يا سياسي او رياستي ابلاغ دپاره نه استعمالیږی بلکه د رائے عامه جوړولو او ورانولو نه علاوه د ددے د لارے ګنړ نور کارونه هم کيدے شي. که يواړخ ته ميډيا د تعمير, رهنمائي او اصلاح عامه په جوړ نيت کښے غټ کردار ادا کولے شي نو بل اړخ تہ د دے نہ دا منفي پروپیګنډے, تخريب او نورو منفي کارونو کار هم اآغستلے کيږي۔ یو ہم قام، ہیواد یا ټولنہ نن دور کښے د جدید میډیادا اهميت ،کردار يا اثر نه ځان لاتعلقه نه شي پاتے کولے او هم دغه وجه ده چه نن نړے کښي د ففته جنريشن وار خبرے او پريکټس کيږي او غټ او طاقتور رياستونه  د خپل مفاداتو د تځفط د پاره د پاپولر ميډيا سره د نوے ډيجيټل يا سوشل ميډيا نه صرف سهارا اخلي بلکه په اربونه روپئي يعني سرمايه پرے هم خرچ کوي. که يو اړک ته د ډيجيټل او مين سټريم ميډيا اهميت او اثر زيات شوے دے نو بل طرف ته دا ذرائع بعض رياستونو او ګروپونه د خپل مخاليفينو او ترقي پذير هيوادونو خلاف د پروپيګنډے د پاره هم ډيره په غيرمحسوس طريقے سره استعمالوي او په اکثر موقعودغه عمل دَ قامونو او هيوادونودَ تحقيق مطابق د قامونو دپاره د بے اطمينانئي، يَرے اوعدم استحکام سبب یو ذريعه هم جوړيګي او غالباً دغه وجه ده چه نن دغه قسمه ميډيا د نړئي دا امن دپاره يوه غټه خطره هم جوړه شوے ده. پاکستان د نړئي په هاغه هيوادونو کښے شامل دے چرته چه ميډيا ئے هم ډيره فعاله او متحرک ده, شخصي يا نجي راديوګان او ټيلي ويژن چينلز پکښے بے شميره دي خو د بده مرغه اکثر خلق يا مالکان دغه ادارے د شخصي او سياسي مقاصدو دپاره استعمالوي او دہ ابلاغياتو يا معلوماتو مقابله کښے په کسته د پروپيګنډے, مذاحمت او مخالفت مواد زيات وي. دلته د آزاد صحافت او اظهار رائے نه ناجايزه فائده اوچتولے کيږي او منفي رحجانات په تعميريِ صحافت يا ابلاغياتو غالب ښکاري. د صحافت يا ابلاغياتو يوه کوټلے او واضحه فارموله دا ده چه اولس او رياستي ادارے د ټولنے يا د اولس د مسئلو او روز مره واقعاتو نه خبر کړے شي۔  خو نن دور کښے د دغے فارمولے يا طريقے پاسداري نه کيږي. د هر چا خپله مخصوص ايجنډه ده او د ہغے د فروغ يا تشهير دپاره بعض ادارے او خلق بوخت ښکاري. هم دغه سبب دے چه سنجيده او پر آمنه خلق نه دا چه دغے رويے ته د تشويش په نظر ګوري بلکه د نيوز او کرنټ افئيرز نه عام او حساس خلق اوس ده بيزارګئي اظهار هم کوي.

پاکستان او د دے رياستي اداروں  او ټولنے ته که يو طرف ته د خپلے داخلي ميډيا د مهم جوئي او غير سنجيدګئي مسئله رامخہ ده نو بل اړخ ته دته د بعضے غير ملکي ميډيا اداروں دا يکظرفه پروپيګندډے مسئله هم راپيخه ده. دغه ادارے د يو منظم پلان يا ايجنډے لاندي د پاکستان اميج  يا شناخت خرابولو يوه هم موقعه يا واقعه دلاسه نه ورکوي او دا ثابتول ئے د پاليسي بنياد ګرځولے دے چه په نړي کښے پاکستان بدنام کړي. دے کښے هيڅ شک نشته چه د پاکستان مسائل او کمزورئي هم بے شميره دي او ځينے پاليسو دته نقصان هم رسولےدے. خو داسے حالات تقريباً هر قام او هيواد ليدلي او برداشت کړي دي. او هر معاشره, نظام او هيواد کښے د اصلاح يا خه بدلون ضرورت او ګنجائش موجود وي. دے لړکښے پاکستان او د ده معاشره هم پرمختګ کوي او ډيره بهتري پکښے هم راغلے ده. خو د بدقسمتي نہ هغه پرمختګ خلقو او نړئي ته نه په ګوته کيږي يا ورته ښکاري نه. د مثال په توګه تيرو څو کالو کښے پکستان کښے درے (۳) جمهوري حکومتونو خپل آئيني مدت يا وخت پوره کړو خؤ دغه پرمختګ چا اونه ستائيلو. د پاکستان مختلف علاقو کښے کامياب پوځي آپريشنونه او کړےشو او نن يوه علاقه کښے هم د تره ګرو قبضه يا ٹھکانہ نشتہ۔ قبائیلی علاقؤ کښے  نه صرف کامياب کاروائي او شوه بلکه د تعميرنو او بحالئي کارونه هم روان دي. دغه شان قبائلي علاقے په خيبرپختونخواه کښے ضم کړے شوے او د پاکستان تاريخ کښے قبائيلي اولس ته په اول ځل صوبائي اسمبلي او سياسي ګوندونو کښے نمائيندګي ميلاؤ شوه۔ خو دغه ټول پر مختګ يا بدلون ته هم د شک په نظر اوکتلے شو او ډيرو کمو خلقو دِا عمل استائيلو. کوم خلق چه دہ سوشل ميډياغير ذمه دارانه او يکطرفه استعمال کوي هغوي محض دہ منفي او يکظرفه پروپيګندے لارا او طريقه اختيارکړه او دہ مسائيلو او مشکلاتو دہ حل دپاره ئے دہ صبر طريقه کار يا تحمل په ځائے دہ غير ضروري مخالفت او مزاحمت لارا اختيار کړه. کوشش اوکړے شو او لا جاري دے چه بعض قبيلے, علاقے او ځوانان د رياستي اداروں نه بيزاره او متنفرہ کړي او مزاحمت ته ئي اماده کړي. دغه ټول عمل او سرګرمو نہ د ځيني غيرملکي ميډيا اداروں غير معمولي کوريج ډير سوالونو او خدشات را اوچتوي. بل خوا دہ سوشل ميډيا يکطرفه استعمال هم زمونږ ټولنه دَ بے چینئی سرہ مخ کړي دہ. داسے حالاتو کښے ضرورت د دے خبرے دے چه ذمه داراو متعلقه حلقے د مخالفت, پروپيګنډے او منافرت نه صرفمخ نیوے  اوکړي بلکه د صحيح معولوماتو او رهنمائي لارے او طريقے هم را پيدا کړي۔

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket