Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Thursday, March 28, 2024

کرونا بحران، خیبر پختونخوا او عوامي بد احتياطي

پاکستان باالخصوص خيبر پختونخواه کښے ده کرونا وائرس ده متاثرينو شميره تقريباً يوولس سوه (1100) کسانو ته رسيدلے ده او خدشه ده که چرے عوام په ضروري احتياطي تدابيرو عمل او نکړو نو دا وباء به ده قابو نه بهر شي او په زرګونو خلق به ده دے په ولقه کښے راشي۔
ټول پاکستان کښے تر دے دمه ده کرونا وائرس ده متاثرينو تعداد تر يوولس سوه رسيدلے دے۔ سندھ کښے ده ۴۴۵، پنجاب کښے ۳۱۰، خيبرپختونخواه کښے ۱۲۰، بلوچستان کښے ۱۱۸، اسلام آباد کښے ۲۰ او کشمير کښے ۸ کيسونه يا مريضان رپورټ شوي دي۔ خيبر پختونخواه کښے تقريباً ۱۵۰ کسانو کښے ده کرونا وائرس ده موجودګئی اطلاعات دي خو حکومتی ترجمان وائي چه دے لړ کښے په ۸۵ مريضانو تصديق شوے دے۔ دے کسانو کښے ۳۹ هاغه کسان شامل دي کوم چه ده مردان ده يو کلی منګا سره تعلق دے او دوئی ده خپلے بد احتياطئی ده وجے ده عمرے نه راغلی يو کس سعادت خان ده وائرس ښکار شوی دی۔
دا ډيره خطرناکه او قابل افسوس خبره ده چه تيرو دوه ورځو کښے په خيبر پختونخوا کښے تقريباً ۲۰۰ کسان ده دے وباء ښکار شوی دی۔ ده دے مطلب دا دے چه صوبه کښے دا وائرس ده عوام ده بے احتياطئی ده وجے ډير په تيزئی سره خوريګي خو ده دے باوجود ځينی خلق او حلقے ده حکومت په هداياتو عمل نه کوي او ده دے دومره غټے خطرے او تعداد باوجود ده خپلو زمه وارو او احتياطی تدابيرو احساس يا ادراک نه کوي۔
ده خيبر پختونخواه کومو علاقو چه کرونا وائرس په تيزئی سره خور شوے دے يا خوريږی، هغو کښے کرم، ہنګو، اورکزئی، ډی آئی خان، بنوں، نوښار، مانسہرہ، صوابئی، سوات او مردان سرفہرست دی۔
ده يو رپورټ تر مخے خيبر پختونخوا کښے چه دا وباء ده کومو هيوادونو نه ده مسافرو په ذريعه خوره شوے ده هغو کښے ایران، یو اے ای، سعودی عرب او برطانیہ شامل دی۔ ده دے مطلب دا دے چه يو خو ده دے کسانو په ائير پورټونو باقاعده سکریننګ نه وو شوے او بله دا چه دوئی ده واپسئ نه بعد ده احتياط نه کار وانه غستو او دا وباء ده دوئی نه نورو خلقو ته منتقل شوه۔
حکومتی ترجمان وائي چه دا وخت تقريباً ۴۰۰ کسان په مختلف قرنطينه مراکز کښے ساتلے شوي دي۔ ده دے مراکزو تعداد ۱۰۰ نه زيات دے او وئيلے کيږي دا چه دے مراکزو کښے تقريباً ده ۴۰۰۰ کسانو يا متاثرينو ده ساتلو ګنجائش دے۔ الخدمت فاونډيشن په پيښور او ځيني نورو ښارونو کښے حکومت ته ده خپل ۷۲۰۰ رضاکارو په شمول ده ۹۰ ايمبولينسز او ده مختلف ہسپتالونو ده ۸۷۰ بيډز پيشکش کړے دے او ده دے سره سره ئے ده صوبے په ۲۶ اضلاع کښے ده آګاهي مهم آغاز هم کړے دے۔ دغه عمل او خدمت ټول اولس ستائي خو ځيني سياسي ګوندونه يا عوامي نمائيندګان داسے هم دي څوک چه صرف په حکومتي ادارو تنقيد ته ناست دي او غير ضروري اعتراضات کوي يا دے خطرناکه وباء ته يو سازش يا پروپيګنډه وائي۔ دغه عناصر خلق ګمراه کوي او ده تعاون په ځائے حکومت ته مشکلات جوړوي۔
حکومت په پيښور او نورو اکثريتي علاقو کښے ده دفعه ۱۴۴ ده نفاذ اعلان کړے دے او بعض علاقو کښے ئے مکمل يا جزوي لاک ډاؤن هم کړے دے۔ ده کرفيو لګولو تجاويز او اطلاعات هم راروان دي۔ لهٰذه ضرورت ده دے خبرے دے چه اولس ده خپلو ذمه وارو احساس اوکړي او حکومت په سخت ګامونو او اقداماتو مجبور نه کړي۔

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket