Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Saturday, April 20, 2024

د افغانستان المیہ

افعانستان لا تر اوسه د انتظامي او اقتصادي بحران سرہ مخ دے۔ عالمي او ګاونډي ھیوادونو لا دغه نوے حکومت تسلیم کڑے ھم نہ دے۔ بل خوا د داعش شتون او پرله پسې حملے ھم یو داسے مسئلہ دہ چې اولس یې ویرے سرہ مخ کڑے دے او د امن صورتحال ھم خطرے سرہ مخ دے۔ درېمه مسله ورتہ دا راپېښه دہ چې د پاکستان او موجودہ افغان حکومت تعلقات خلاف توقع د تاو تریخوالي او بد اعتمادۍ ښکاردي۔ پاکستان ھسې ھم د طالبانو په مرسته تورن وو۔ اوس ښکارې داسې چې دواړہ د یو بل نه بدګمانه دي او ھم دغه وجه دہ چې افغان حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ضد د پاکستان په غوښتنه د عملیاتو نه ډډه کوې۔
‎رپورټس وایې چې تېرو درې میا شتو کښې ټي ټي پي په پاکستان او په خاصه توګه پښتونخوا سیمه کښې د دوہ سوو نه زیاتے حملي کڑي دي۔ چې زیاتره افغان خاورې نه شوي دي۔ د داعش د حملو پلاننګ ھم ھلته شوے دے۔ افغان حکومت ددې عملیاتو مخ نېوے ھم نه کوې او پاکستان یې په اعتماد کښې ھم نه دے اغستې۔
‎ددې ردعمل کښې تیرہ اوونۍ افغان حکومت الزام ولګوو چې ګنې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کښې ھوایي بریدونه کڑي دې او دا چې د دې ځواب به ورکولے شي۔
‎دې تاؤتریخوالي دوہ اړ خیزہ تعلقات ډیر متاثرہ کړي دې او د ترهګرۍ امکانات یې نور زیات کړي دي۔ ضرورت ددې خبرې دے چې ددې شخړو سفارتي او دفاعي حل را اویستل شي او د دوہ اړخیزه امن امکانات باورې کڑې شي

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket