Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Tuesday, April 23, 2024

پښتانه او پاکستان

څه خلق يا قوتونه لګيا دي پښتانه ځوانان د اسلام او پاکستان نه متنفره کوي او د دے مقصد دپاره د آزادي اظهارپه نوم يطرفه دلائيل پيش کوي۔ دے کښے هيڅ شک نشته چه پاکستان په ماضي کښے د ځيني نورو هيوادونو غوندے د رياست په طور ځيني قوميتونو سره امتيازي سلوک کړے دے خو دا هم يو ځقيقت دے چه د وخت تيريدو سره صوبو او قوميتونو ته د يو سياسي جمهوري جدوجهد په نتيجه کښے ډير حقوق ورکړي شوي هم دي۔ د ۱۹۷۳ آئين د فيډريشن او مساوي حقوقو بهترين مثال دے۔ اتلسلم آئيني ترميم يو بل داسے قدم وو چه ټولو سياسي ټولو سياسي قوتونو ئے مرسته اوکړه او مقتدر قوتونو د ځيني خدشاتو باوجود دغه ترميم قبول او عملي کړو۔ دغه رنګے د صوبو اختياراتو کښے غير معمولي اضافه او شوه۔ پاکستان يو وفاقي پارليماني نظام لري۔ د دغے نظام لاندے چونکه پنجابيان په واضح اکثريت کښے دي ځکه د حکومت سازئي يا قانون سازي په موقع د پنجاب کردار بنيادي جمهوري فيکټر دے۔ خو د دے دا مطلب هرګز نه دے چه ګني نور قامونہ دا پنجابيانو غلامان يا ماتحت دي۔ د مثال په توګه د پاکستان درے څلور صدور پښتانه پاتے شوي دي۔ د پوځ هم درے څلور سربراهان پښتانه پاتے شوي دي۔ پارليماني تاريخ کښے څلور د قامي اسمبلي سپيکرز پښتانه پاتے شوي دي۔ څلور اپوزيشن ليډران پښتانه تير شوي دي۔ څلور سندھیان او درے بلوچیان سربراہان مملکت تیر شوی دی۔ دا دے مطلب دا دےچه د پنجاب د حاکميت تاثر د حقائقوسره تړون نه خوري۔ دا وخت د وفاقي انتظامي ډهانچے صورتحال دا دے چه د عمران خان په شکل کښے موجوده وزير اعظم يو نيازي پښتون دے۔ سپيکر دا صوابئ سره تعلق لري او په وفاقي کابينه کښے تقريباً يو درجن پښتانه وزيران شامل دي۔ د پاکستان په پوځ کښے د يو رپورټ تر مخه تقريباً ۲۵ فيصد پښتانه دي۔ حالانکه د آبادي د تقسيم د فارمولے لاندے پاکستان کښے د پښتنو نمائيندګي د ۱۱ نه تر ۱۳ فيصد ده۔ سول او ملټري بيورويکريسي کښے عملاً د پښتنو نمائيندګي يا حصه د هر قام نه زياته ده۔ د پاکستان ټول غټ ښارونو کښے د پښتنو د کاروبار شرح د هر چا نه زياته ده۔ دے لړ کښے مونږ د کراچئ, لاهور او پنډئي مثالونه ورکولے شو چرته چه تقريباً يو کروړ پښتانه نه صرف استوګنه کوي بلکه ملازمتونو او کاروبار هم کوي او دوي ته لکه مقامي خلقو حقوق حاصل دي۔ د اقوام متحده د کال ۲۰۱۷ د يوجائيزه رپورټ تر مخه په ساؤۃ ايشياء کښے د ژوند د معيار په فهرست کښے خيبر پختونخواه په اولني نمبر وه۔ دا د دے خبرے ثبوت چه پښتانه د انساني ترقئي په منډه کښے ډير خه پاتے شوي دی۔

د دے حقيقت يا مطالبے نه انکار نشي کيدے چه قدرت پښتون خطے ته بے شميره وسائیل او خزانے ورکړي دي او په دغۀ قدرتي وسيلو اَولنے حق د مقامي خلقو دے خو دا هم يو حقيقت دے چه ټولو شکائيتونو باوجود پښتانه خوشحاله ژوند کوي او د نورو صوبو مقابله کښے د خيبر پختونخوا د اجتماعي ژوند معيار خه دے۔

د پاکستان په قيام او ترقئي کښے د پښتنو ډير بنيادي کردار پاتے شوے دے۔ او دوي کله هم بحيثيت قام ځان د پاکستان نه جدا نه دے ګنړلے۔ د دے غټه وجه دا ده چه پښتون قام په رياست پاکستان کښے دويم غټ اسټيک هولډړ پاتے شوے دے۔ کوم خلق چه دہ دے باوجود د پاکستان خلاف خبرے يا ګيلے کوي يو خو دوي اقليت کښے دي بل دوي د دے تاريخي حقيقت يا پس منظر ادراک نه لري چه پښتانه کله هم د اسلام يا پاکستان مخالف نه دي پاتے شوي ځکه ضرورت د دے خبرے دے چه د پاکستان په آئيني چوکاټ کښے دے جدوجهد اوکړے شي۔

کوم خلق چه پښتانه تصادم ته ورمخامخ کوي هغوي د دے باصلاحيت قام مستقبل خطرے سره مخ کوي او نسل پرستي عام کول غواړي۔

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket