Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Friday, September 30, 2022

داپښتونستان زمونږ! دغه فريب ناتمام زمونږ

دويم نړيږال جنګ په دوران کې جرمني هڅه وکړه چې افغانستان کې د انګريزی استعمارضداحساساتو نه فايده واخلي او افغانان هم لکه دځان آريايي توکم وبولي، مګر ناکامه شو۔اوګاونډی شوروي اتحادجنګ ته داخليدواو شوروي انګريز ګډفشار او چمک په وجه افغانستان بيطرفه پاتې شو۔ددويم جنګ په نتيجه کې په دريمه نړۍ کې د ملي آزادۍ تحريکونه په زور کې شول او په هندوستان کې دغه جنبش چې د پخوا نه په زور شور سره جاري ؤ او د افغانستان په ويښ زلميانو او ملي عناصرويې هم تاثير کړی و او شاهي کورنۍ يې د تهديد ﻻندې نيولې وه او هلته هم د باچا ترونه سردار محمد هاشم خان او سردار شاه محمود خان او ځوان تربور سردار داؤد خان غوندې ځوان غړي يې راپارولي وو او هغوئ سره يې همدردي لرله، هغوى ټول د افغاني خاورې د بشپړولو، ګني نو بيل کړل شووپښتنو ته حق خود اراديت ګټلو په موهومه لټه کې شول۔بلخوا شاهی کورنۍ دخپل ملک چې تاريخي طورد برچې په زور مينځته راغلي ؤ، ته د پخوا نه د ملي اساس جوړولو او ملي بيانيې رغولو په لټه کې په پښتونيزم باندې تکيه لګول شروع کړي وو۔ شعور ؤ خو ﻻ کچې ؤ، تعليم او پوهه او جهاني عقل ﻻ وده نه وه کړې۔ وطن ﻻ قبا يلي او طايفوي ځان ځانۍ کې ساه اغستله۔ د نوې زمانې نوې تفاضا ؤ نه ﻻ اولس ناآشنا وو اوددغه آرزو ګانو سر ته رسولو دپاره افغانستان سره داخلي مادي، معنوي، عقلي، نظامي او اقتصادي وسايل، ملي او جهاني پوهه او خارجي بين المللي روابطو ماهرين، د هند د تقسيم په درشل کې د هند په پيچيلي آئيني پر مختياؤ باندې پو هيدونکي کسان او بهرنى ملا تړد نشت برابروو۔ افغانستان ؤ خو متا سفانهﻻ د ددنيا په کوهي کې پروت ؤ۔
دپښتونخوا خلکو دافغانستان پښتونستان ببو لالو ته هيڅ توجه نه ورکوله ځکه چې دغه نعره په داسې وخت کې پورته شوه چې په هرژمی کې به د هغوی جوماتونه، حجرې او پټې د کورکنديانو (چې جره به وو او نهرونه او کندې به يې پاکولې او کوهيان به يې کنستل) خټمارانو (چې ديوالونه او کوټې به يې جوړولې) او بسوليانو (چې د کډو سره به د جوارو نه پاک شوي پټو کې يې اړولي وو او ځا نونو نه به يې د ټانټو شپولونه تاؤ کړی وو او پکې به يې سپرونه جوړ کړي وو او ورسره به خره، اسان يا او ښان وو چې بيلونه به ورسره وو او د خلکو د ډکون کار به يې کولو۔) نه ډک وو او په عاميانه اصطلاح به يې ورته کابليان وې نو دهغوی بد حالت په کتو سره د افغانستان له خواپښتونستان چا ته چسپ نه پيدا کولو۔ بله دا چې پخپل ملک کښې ئې د جمهور آواز چقولو او د کوزه پښتنو دپاره ئې حق خود اراديت غوښتلو ۔
بلخوا صو به سرحد (خيبر پښتونخوا) کې د متحده هند بيرغ لرونکي کانګرسي (سر يې کانګرس تنه يې خدايي خدمتګاره) حکومت و۔او هغوی په متحده هندوستان باندې عقيده لرله۔ خود هند آزادۍ تحريک داسې مرحلې ته ورسيد چې د هند ويش يې حتمي کړ ل او په نتيجه کې ددغه حاکم ګوند واکمني ئي په خطر کې واچوله۔ نو د لته د ددغه ګوند په سر کې محمد زايي(مهمند زي) فاميل او افغانستان کې حاکمې محمد زايي فاميل ګټې سره و تړلې شوې۔ د کابل محمد زايي کورنۍ پخپل اقتدار کې پاتې کيدل غوښتل او د هشنغر محمد زايي فاميل اقتدار بيرته ﻻسته راوړل غوښتل دواړه خواوې د پښتنو د يووالي داعيې ته وفادارې نه وې او نه ئې دعوا لرله۔ دواړو دبوسو ﻻندې اوبه بوتللې۔منځ کې دواړو خواوو ته معصوم پښتانه استعماليدل۔ باچا خان نه به چې چا تپوس وکړ چې افغانستان سره به يو کيږو نو هغه به ويل چې دغه لغړو سره به څوک يو ځای کيږي؟ دغه وه چې دغه تحريک په بيسوادو قبايلي خلکو چې تاريخي طور ددې خوا او هغه خوا ياددې يا دهغه يرغلګر نه ﻻس ته راوړلو په لوبه کې ماهرين وو، باندې شروع شو چې ددې مسلې په قانوني، بين المللي او ملي نزاکتونو نه پوهيدل او نه يې ورسره سر و کار درلود۔ دغه قبايل عملاً د ډيورنډ دننه پاکستاني خاوره کې وو او افغاني چارواکو ته يې څه پرابلم نه پيښولو او دننه افغانستان کې پرې ساده ګان خوشاليدل چې ځه دپښتونستان داعيه پر مخ روانه ده۔ او دې ته يې نه کتل چې د کشمير په سر د هند او پاکستان تر منځ د منل شوې شخړې په تناظر کې د پا کستان د حاکمه دستګاه زړه ورته يشيږي۔ځکه چې ددنيا هيڅ مملکت به ونه غواړي چې د ميچنې ددوو پلونو تر منځ ګير شي دغه پښتونستان زياتره دننه کې د راډيو افغانستان کابل د يو ساعته پښتونستان پروګرام، د قبايلو ريا ست (وروستو سرحداتو وزارت) د پښتونستان کالنۍ نمانځنې جشن (1973نه وروستو د پښتنو او بلوڅو د پيوستن جشن)، اتڼ، د ښاروال وينا او ورسره د يو مشر تقرير او د شپې خوړو ته محدود ؤ۔ دغه شان لوبه به په هر ولا يت کې تکراريدله۔يو ځل دوه دداؤد خان د صدراعظمۍ دوران کې پکې پاکستان سره خړپړتيا راغلې وه۔ خو د ايران په وساطت ختمه شوې وه۔صرف په اساسي دولتي ويناوو کې راتلل چې پاکستان زمونږ ګاونډي ورور مسلمان هيواد دى خو ورسره د پښتونستان په سر اختلاف لرو۔ د پښتونستان تشريح هيچا نه کوله چې څه بلا ده؟ هند تل دغه قضيه استعمالوله مګر په ښکاره د ويش دفارمولې تر شا ولاړ و (اودی )، باچا خان ته به ئې ويل چې مه پريږده۔افغانستان ستا نوم په غلطه استعمال کړی او د نيمې وچې په داخلي چارو کې مداخله وکړي فقط افغانان يې جنګول۔ دغه لوبه کې د هند لاس بيخي داسې ؤ چې پښتانه وايي، لوټې ولي خو لاس شاته نيسي۔ د انګريز د هند نه د وتلو نه يو کال مخکې د انګريزي استعمار د خفيه ايجنسيواو په خصوصي توګه دهغه خاصې شعبې چې ورته به يې Indian Political Intelligence ويل کيدل، ټول فايلونه او دوسيې د هند او په خوصي توګه دداخله چارو وزير سردار وله بايي پټيل لاسو ته ورځي او هغه پوهيږي چې څنګه دپيسو په بدل کې برتانوي هند د افغانستان داخلي او خارجي سياستونه او د لويو جرګو فيصلې پخپله ګټه څرخولې، نو هند ددغه سياست په پيروۍ د پيسو د غونديو خولې پرانېستې چې د پښتونستان پروژه پرې وچلوي۔ اګر که ددغه پيسيو زياته برخه به د حاکموجيبونو ته تلله۔ مګر طبعاً د غه ددواړو (محمد زيواو په اصطلاح پښتونستانيانو) په ګټه وه۔
افغانستان کې باچاخان د پښتونستان ستر مشر تر نامه لاندې يادېدلو،دهغه عکس به د پښتونستان جشن کې هرکال په مرکز او ولاياتو کې په دولتي مظاهرواو لاريونونو کې نقل کېدلو او تل به ددولتي نشرياتو زينت جوړ ؤخوافغانستان څومره خپلې دعوې ته وفادار ؤ او دی، دهغې حقيقت ددې لاندې مطلب نه چې د يو محترم افغان د«يو اعتراف» سرخط لاندې ليکنې نه ظاهريږي:« د مرحوم ميوندوال د صدارت په دوران کې مې د نوموړي سره څو ملاقاتونه وشول۔ په وروستي ملاقات کې يې د باچاخان نه شکايت وکړ او وې ويل حکومت د جلال آباد په ښار کې په يوه پنځه جريبه حويلۍ کې ورته يو دوه منزله کانکريتي کور د اوسيدو دپاره آباد کړ۔ نن سبا نوموړی وايي چې دا کور زما په نوم شرعي قباله کړ‌ئ۔ څرنګه چې ددې وطن د قانون په اساس يو خارجي نشي کولى چې په شرعي قباله جايداد واخلي نو قباله يې په قانوني ډول بنده شوې وه۔ دلته په دې باره کې څو کرته ماته راغى خو ماورته وويل چې تاسو د افغانستان تبعه نه بلکې د پاکستان تبعه ياستئ نو هم په دغه وجه قانوناً مونږ دا کور تاته نه شو قباله کولى۔ کله چې ما د وروستي ځل دپاره د رد ځواب ورکړ نو چا ورته داسې مشوره ورکړې وه چې د پادشاه د فوق العاده امر په اساس تاسو د شرعي قبالې څښتن کيدلى شئ۔ هماغه ؤ چې پادشاه ته يې مراجعه کړې وه او هغه ورته فوق العاده امر ورکړى ؤ۔“
د خبرو په ضمن کې ميوندوال صاحب داسې و ښودله چې تاسو ځوانان بايد ددې سړي ددغه ډول کارونو په مقابل کې راپورته شئ او ځواب يې ورکړئ۔ دميوندوال دغې خبرې په ما ډير بد اثر وکړ ورته مې ويل هغه زمونږ محترم مشر او ميلمه دى۔ ددې وطن هيڅ يو ځوان به ځان ته ددې حق ورنکړي چې د باچا خان په ضد اقدام ته زړه ښه کړي۔»د ولس مل ژوند، سياسي هلې ځلې او خاطرې، 2010،لومړى ټو ک،مخ 150
ولسمل هم سهي ځواب ورکوي او نه وايي چې دا يې خپل وطن دی بلکه خارجي دی خو محترم ميلمه دی۔۔ زه دلته دغه حقيقت نه يادوم چې افغانستان دپښتنو په خاوره دعوه لري، دهغوي اتباعي او شهري حقوق نه مني، لکه دغه رنګ شخړو او دعوو کې نور هيوادونه، لکه چين، روسيه، پخواني دواړه مغربي او مشرقي جرمني او د کشميريانو په هکله حتا پاکستان وغيره څرنګ چلند لرلې دی۔ پښتانه خو خپل سکه ورور په مقابل کې د پټي دپولې په سر مرګ ژوبلې ته ګوتې اچوي۔البته که دعوه لرونکی ووايي چې ستا پټې زما او زما دغه ستا نو بيا خبره جوړيدی شي۔ يو طرفه دعوه شخړه جوړوي۔ که افغانستان يا افغانان جدي وې نو اساسی قانون کې به يې دا مسله تسجيل کړې وه لکه چې دغه برنيو ملکونو کړې ده او وه۔ د باچا خان باور خو هغه وخت څرګند شو چې زمونږ د تخريبي عملياتو په دوران کې او د داؤد خان د ولسمشرۍ په وخت د پيښور پو هنتون نه غالباً 1974 په کال قمرګلې او ناشاس پسې د پښتون سټو ډنټس فيډريشن يو وفد راغې نو کا بل ته رارسيدو نه مخکې يې جلال آباد کې باچاخان سره وليدل او ورته يې ووې چې بابا اوس خو به دخيره سره مونږ د داؤدخان په برکت آزاديږو،نو پو هيږئ باچاخان ورته څه ووې؟ په سپکه لهجه يې ووې«دغه کابليان به مونږ آزادوي؟»په 1980 کې د اګست په 31مه باندې باچاخان دهند نامتو جريدې انډيا ټوډي India Todayسره په يوه مرکه کې د افغانستان د پښتو نستان باره کې پاليسي د پښتنو دپاره زيانمنده وبلله ۔
په افغانستان دننه کې د محمد زيو لوبې باندې پوهه کسانو ددغه موضوع په ارتباط پښتون روشنفکرانو ټولګيو او وروستو افغان ملت او نورو ګوندونواو دغه شان پرچم او خلق ګوندونو جوړولو او په دغه اړه سرباز ګيرۍ باندې شروع وکړه۔ خلق او پرچم سره چون دوخت اجتماعي او اقتصادي نظريه موجوده وه نو دهغوى سربازګيري زياته کاميابه وه۔ خو د مسلې په ابعادو هيڅوک نه پو هيدل چې يو وروستو پاتې قبايلي هيواد چې په هر لحاظ په برصغير(نيمه وچه) باندې تکيه و، داخلی منابع او ټيکس کلچر يې نه لرلو، هغه به څنګه دغه داعيه سر ته ورسوي؟ بې له دې چې د بل خيرات ته کيني لکه چې په دې ارتباط هند نه ئې بود کولو ۔ په دغه لوبه زما غوندې ساده ګان نه پوهيدل نو ځکه خو ما هم د هوښيارو کابليانو برخلاف چې تل د ډوډۍ په خاطر کوزه تګ کې عافيت مومي، د تاريخ بهير برخلاف خپل شته رزق او روښانه آينده ته لته ورکړه‌، غريبي او غريب الوطني او جيره خوري مې غوره کړه، په بره ﻻړم۔ آخر کې ناکام او نامراد واپس شولم۔
که افغانستان په دغه مسله باندې رښتيا کول نو په 1965 او 1971 کې د پاکستان-هند جنګونو کې به يې د هند په خوا جنګ کې وردانګلي ؤ او خپله د دعوې ﻻندې زمکه به يې اشغال کړې وه۔ آيا داسې امکان شتون لرلو؟ د بحث وړ خبره ده۔(هند سره په هره نظامي شخړه کې د روشنفکره برخلاف عادي افغانان د پاکستان به خوا ودريږي) البته دلچسپه داده چې د 1965 هند او پاکستان په جنګ کې افغان حکومت پا کستان ته ډاډ ورکړى و چې زمونږ نه خا طر جمع اوسه او تر دې چې پا کستاني طيارو ته يې افغاني هوايي ميدانونو کې د تيلو او بېنزينو اچولو سهولت هم ورکړى ؤ۔ بل اړخ کې د باچا خان ګوند د پاکستان پوځ سره وﻻړ و او يو مشر (اجمل خټک) يې د پاکستاني اردو په ستاينه کې ترانې ليکلې او نشرولې چې بيا د پاکستان د اطلاعاتو شعبې دباتور مجموعې تر نامه ﻻندې چاپ کړې۔ خو بيا هم افغانستان ځاتنه يوه داسې تيزندۍ غاړې ته اچولې وه/ده چې دخلاصون چل ورته نه ورته (اګر که غير پښتانه يې د پخوا څخه مخالف وو)
ولی خان د خپل کتاب ‎«باچا خان او خدايي خدمتګاري» په دويم ټوک کې ليکي چې ما د اعلی حضرت ظاهر شاه نه پو ښتنه وکړه چې ستاسو د پښتونستان نه څه مطلب دی؟ نو هغه ځواب راکړ چې د وزيراعظم نه تپوس وکړه۔ ولی خان وايي چې د کوم سوال ځواب چې باچا نه شو ويلی نو صدراعظم به څه ورکړی ؤ؟ وايي چې يو وار د افغان ملت يو وفد په روم کې ظاهر شاه ته ورغی نو هغه ورته سمدستی ووې «امو پشتونستان تان چطور شد؟» يعنی هغه پښتونستان مو څنګه شو؟ دغه ؤ ددغه دعوې حقيقت چې ځينې اوس هم باچا خان او ظاهر شاه پسې داسې خبرې تړی چې د سره هغوی پرې عقيده نه لرله۔بلکه باچاخان خو پخوا نه د ميا جعفر شاه د دې سوا ل په ځواب کې چې افغانستان سره به يو کيږو،ويلي ووچې دغه لغړو سره به څوک يو کيږي؟ باچا خان هيڅکله د ډيورنډ نفي په ليکنو او نه په ويناوو کې کړېده۔بلکه هغه به په افغانستان کې د پاکستان په پاسپورټ ديره ؤ او هيڅکله يې افغاني پاسپورټ نه استفاده نه ده کړې حتا خارج ته به هم په پاکستاني پاسپورټ تللو۔۔د خدای بخښلي په جلال آباد کې خاورو ته سپارل د نجيب حکومت او ولي خان تر منځ د يوې موافقې په نتيجه کې وشول او هيڅ وصيت وجود نه لرلو۔مونږ بدبخته تر اوسه ناممکناتو پسې ګر ځو او ممکنات رانه پاتې وي۔ دغه وه چې د ظاهر شاه په مشوره د هغه ددولت آخري صدراعظم محمد موسى شفيق يې خو دسر پريکولو په لټه کې شو۔ ايران سره يې د اوبو لانجه حل کړه خو زر يې سر وخوړ او په ځاى يې ددغه موضوع نقيب داؤد خان ځاى ونيولو چې آخر کې پرې هغه هم پښيمانه او ستومانه شو نو هغه هم مخکې ددې چې څه نتيجې ته ورسي، ډيورنډ منلواو د افغانستان، پاکستان او ايران کانفيډريشن سره موافقه کوي ،بوټو خلاف نظامي کودتاکيږي، ضياءالحق ته د ډيورنډ منلو د اعلان کولو اجازت غواړې خو هغه وائې چې کابل ته درشم نو هلته اعلان وکړه خوزر داؤد خان پخپله سر خوري او سره خلقيان منځته راځي چې هغوى پښتونستان کې خپل ګوند جوړوي او په هيچا باور نه کوي خو هغوى ﻻپه مستۍ کې په ناپوهۍ کې له منځه ځي چې پرچميان راځي او هغوى ټول اتبار د هشنغر په محمد زائي کورنۍ کوي او نور لوى واړه چپ او ناسيونالسټ ګوندونه پرې راټولوي او اى اين پي جوړوي خو آخر کې مايوسه کيږي او ارواښاد نجيب د خپل ګوند آخري پلينوم کې وايي چې ولي خان او محمودخان پخپله پښتونستان نه غواړي نو مونږ ولې د هغوى دپاره افغانستان په قمار کې ولګوو؟ خو بيا دغه وخت اوبه د ورخ نه تيرې وي۔ هغه هم زرله منځه ځي۔بلکه داقتدار به آخره کې چې د پيسو او وسلو غوندې يې د ولي باغ او ګلستان کورنيو کې تش کړی وي، وايي چې دوی په اصل کې پاکستانيان دي، مونږپرې بلاوه شوي وو۔
پاکستان کې باچاخان په 1948 کې په آيين سازه اسمبلۍ کې ووې چې مونږ په پاکستان کې دننه د خپلې صوبې نوم بد لول غواړو او د پښتونستان نه زمونږ مطلب فقط دغه دی۔ بيا به د پاچا خان ګو ند په هره مظاهره اوجلسه کې دغه نعره داسې ورکوله:«نعره تکبير» الله اکبر! ورپسې «پښتونستان» زنده باد!۔ زه چې وړوکی وم نو د نيشنل عوامي پارټۍ په مظاهرو او جلسو کې دغه نعرو کې زه هم شريک پاتې شوی يم۔ ما پخپلو يادداشتونو کې هم د خپلې صوبې نوم پښتونستان ليکلی دی۔ دا چې 1975 کې په نيپ بنديز ولګيد او نيشنل ډيموکرېټک پارټي جوړه شوه،د ولي خان لښکرې سلامي شوې، دهند او افغانستان کمکونو هم نتيجه ورنه کړه او ولي خان 1977کې ضياالحق د جيل نه راخوشی کړ نو هغه ووې چې مونږ هيڅکله پښتونستان نه دی غو ښتی، مونږ خو د صوبې نوم پښتونخوا کول غواړو۔ دغه وه چې پښتونخوا پښتونخوا نعرې پورته شوې۔ بيا دغه نعرې ته پرتوګونه جوړيدل شروع شول۔
نور تاريخ باندې رڼا نه اچوم۔ اکثرو ته مالوم دى۔ جهاد هر څه په بله اړولي دي۔ اوس افغانستان د ډيورنډ کرښه ډيجور (قانوني) نه مني او ديفاکتو يې مني۔ پاکستان يې ډ يجور مني او که ديفاکتو يې ونه مني۔ نو لوبه به د چا په ګټه تمامه شوې وي؟ طبعی توګه جهان پاکستان سره ودريږي ځکه چې هغوی هم دغه کرښه ډيجيور مني۔او په 2007 کې د استانبول په جهاني علمي کانفرنس کې جهان يو ځل بيا د پاکستان موقف تايئد کړى دى۔ په دې اړه د امريکايي ليکوال تا مس بار فيلډ ليکلى پريکړه ليک په انټر نيټ کې لوستلى شئ۔ خو ليونيان ليونيان وي هغوی پرې تر اوسه شخوند وهي۔ دا دپښتنو افغانانو قبايلي رينګه ده لکه تو رګوند او سپين ګوند۔کابليانو چې يو ځل توت ته بکياڼه ويلي دي نو څوک ئې توت کولي نه شي ۔
په آخر کې زه د خپل کتاب درمسال له خټې نه د عبداحئ حبيبي سره په 1977 کې تر سر ه شوې انټرويو نه اقتباس وړاندې کوم:۱۹۷۷ د مارچ دويمه «: ښاغلى عبدالحى حبيبي نه هيڅوک ناخبره نه دى۔ موصوف د پښتو ژبي، ادب او تاريخ لوى محقق او استاد دى او خلک يې په حوالو کې استعمالوي۔ دى دغومره په فارسي ژبه او ادب هم پوهيږي۔ ورسره ورسره د پښتنو د خپل قومي تشخص تاريخ نه هم ښه واقف دى او په دې لاره کې يې ډيرې تجربې هم شوي دي۔ پاکستان، هند او ايران باندې هم ښه بلد دى او بيا افغانستان يې خو خپل وطن دى۔ ګو که نظرياتي او سياسي طور زوړ او محافظه کار دى۔ ولي تجربې ډيرې لري۔ نن ترينه ما پوښتنه وکړه۔
پوښتنه:- مونږ تر اوسه پاکستان کې د دورنګۍ سياست چلولى دى۔ پاکستان مو د زړه نه ندى منلى۔ سياست مو د پاکستان په سويه کړى دى خو دغه مو د مجبورۍ له کبله کړى دى۔ دا ځکه چې مونږ د لر او بر پښتنو په يو والي عقيده لرلې ده او افغانستان مو ورور ګڼلى دى او د افغانستان نه مو د کمک طمع هم لرلې ده۔ دا د دې د پاره نه چې ګني پاکستان مونږ نه قبلوي بلکه که مونږ پاکستان قبول کړو نو بيا زمونږ هلته باعزته ځاى پيدا کيدلى شي او تر اوسه به شوى و۔ اوس داسې مرحلې ته را رسيدلي يو چې د خپل سياست نه به تيَرى لري کوو۔ افغانستان کې مو تجربه وشوه۔ د افغانستان زور، قوت، حالت او حکمران طبقات تاسوته معلوم دى۔ داود خان پکې آخرنى غشى و او بيا د دې ځاى د پښتنو قوت او حالت هم تاسو ته ښه معلوم دى چې د سرحدي افغانستان د پښتنو ټول دارومدار په پيښور او پاکستان دى۔ نو هر کله چې داسې حالت وي نو ووايه مونږ ته څه پکار دي؟
ځواب: په افغانستان باندې چې تاسو کومې ټکرې موندلې دي، هغه کافي دي۔ بايد چې د پاچا خان د دې ځاى دپاتي کيدلو تجربه کافي وې۔ خو بيا هم وغوليدئ۔ افغانستان تل ان تر دې چې امان الله خان د هند آزادۍ او بيا پښتنو مهاجرينو سره خيانت کړى دى نو ځکه بايد چې آينده دپاره هم تاسو په افغانستان (په روس هم) هيچرې تير ونه ځئ۔ دلته پښتنو حالت د کوز پښتنو نه خراب دى۔ داؤد خان د دې مسلې لوى دعوه ګير و، هغه هم تاسو و آزمايلو او د هغه په حکومت کې چې د شاهي بل نوم دى، د پښتو او پښتنو کوم حال دى هغه هم تاسو ته معلوم دى چې د اعلٰى حضرت د وخت نه هم بد تر دى۔ اوس تاسو ته پکار دى چې په هر قيمت حتٰى په ډيره کمه پاکستان يا بوټو سره مفاهمه وکړئ۔ د پاکستان په سطح صدق دل سره سياست وکړئ او هلته ځان ته ځاى پيدا کړئ او مضبوط شئ او بيا الټا که کيديشي د افغانستان پښتنو سره کمک وکړئ د افغانستان په وعدو او خبرو تيروتل بيوقوفي ده۔ او دلته ژوند تيرول ژوند ضايع کول او عمر عبث تيرول دي۔»
دلته زه يو بل حقيقت ته ګوته نيول غواړم، هغه دا چې افغانستان پښتون رياست ؤ،دی او نه به شي۔بلکه يو ګڼ ملتيز ملک دی۔ څومره چې وخت او ډيمو کراسي پر مخ ځي، د نورو مليتونو تاثير به زياتيږي۔ ددغه ببو لالو ځای به کميږي۔۔

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket