Voice of Khyber Pakhtunkhwa
Friday, March 29, 2024

ده پي ټي ايم مزاحمتي طرزعمل او اثرات

ده پي ټي ايم غړي په دے خبره ډير خوشحاله دي چه ده دوئي دوہ مشرانو محسن داوړ او علي وزير په افغانستان کښے ده اشرف غني حکومت له اړخه غير معمولي پروټوکول ورکړے شوے دے۔ بل خوا ئی روّ يه دا ده چه دوي ده دے باوجود پاکستاني حکومت پسے سپکے خبرے او منفي پروپيګنډے کوي چه دغه دوه ممبران قومي اسمبلئ ته حکومت ده وزيراعظم عمران خان په خصوصې هدايت ده افغانستان تګ اجازت ورکړے دے حالانکه دواړه په اي سي ايل کښي دي اوبليک لسټډ دي۔
دا ډيره ده حيرت خبره ده چه په پاکستان کښے ده افغانستان سفير عاطف مشال ده سفارتي طريقه کار برخلاف محسن داوړ او علي وزير دپاره ننګرهار ته پخپله راغلو او په يو پوځي هيلي کاپټر کښے ئے دوي کابل ته بوتلل۔ جلال آباد کښے ځيني خلقو ده دوي موجودګئي کښے ده لر او بر نعرے او وهلے او دوي ته ده دے باوجود غير معمولي پروټوکول ورکړے شو چه ده اشرف غني تقريب حلف برداري دپاره ده پاکستان نه ده نورو نه علاوه آفتاب خان شيرپاؤ، محمود خان اچکزئي،غلام احمد بلور او ده علي وزير، محسن داوړ فکري استاز افراسياب خټک هم تلي وؤ۔ د عاطف مشال استقبال ده لر او بر نعرے او بيا په صدارتي مانړي کښے ده اهم ترين شخصياتو په موجودګئ کښے غير معمولي پروټوکول ډير سوالونه پيدا کړي دي۔ او دے تاثر ته تقويت ميلاويګي چه ګني پي ټي ايم ته واقعي ده افغانستان او نورو هيوادونو سر پرستي حاصله ده۔ دہ سينئر پښتون ليډرشپ په موجودګئ کښے دغه رنګه پروټوکول يو اړخ دا هم کيدے شي چه محمود خان، غلام احمد بلور، آفتاب شيرپاؤ او نورو پښتنو مشرانو ته ده کابل ځېنے حکومتي او سياسي حلقےدا پيغام ورکړو چه ده کابل ترجيحات او عزايم څه دې او مستقبل کښے به کابل دچا سرپرستي يا مرسته کوي۔ دے عمل په داسے حالاتو کښے يو نوے سوال او بحث شروع کړے دے چه افغانستان کښے ده طالبانو ده نوي نړيوال ټاکلي شوي کردار په وجه نوے صف بندي کيږي او افغان حکومت پخپله يو متنازعه حيثيت لري. دغه عمل ده افغان سفير طرز عمل ده افغان اشرافيه د ځيني خواهشاتو او ترجيحاتو نمائيندګي کوي او ده دے به په پاک افغان تعلق منفي اثر پريووځي۔
په پاکستان کښے ده پي ټي ايم ده طرفه ده متنازعه “عورت مارچ” حمايت ده دغه دواړو مشرانو يو مخلوط پارټي کښے شرکت او ځيني نور ګامونو هاغه پښتون قام پرسته ځوانان ده تشويش سره مخ کړي دي۔ څوک چه ده نام و نهاد لبرل ازم په مقابله کښے پښتون کلچر او رواياتو باندے يقين ساتي۔ دغه ځوانان دے طرز عمل او غير ضروري مزاحمت ته ده شک په نظر ګوري او سوالاونه را اچتوي۔ دا هاغه خلق دے څوک چه د پي ټې ايم رياست مخالف ايجنډه ده دے تنظيم او پښتنو ده نقصان سبب ګنړي او غواړي چه پي ټي ايم دے ده پاکستان آئينی چوکاټ کښے جدوجهد اوکړي۔
بل خوا په دے طرز عمل هم تنقيد روان دے چه پي ټی ايم ده نورو قامونو نه خپل حاميان، کارکنان يا پښتانه متنفّره کوي او ده قوميتونو مینځ کښے ده دے باوجود فاصلے او بدګماني پيدا کوي چه بے شميره هاغه خلق ده پي ټي ايم د جائز مطالبو حمايت کوي کوم چه نسلاً پښتانه نه دي۔ هم دغه وجه دہ چه رياست او نورو قوميتونو په ضد ده پي ټي ايم دغه طرز عمل به ده پښتنو مشکلات نور سيوا کړي.
ده لر او بر نعره نه صرف پاکستان کښے خپل يو پس منظر او حساسيت لري بلکه په دے نعرے افغانستان کښے هم ډير سوالونه او اعتراضات موجود دي، ځکه چه افغانستان صرف ده پښتنو هيواد نه دےاو دلته نور درے څلور قوميتونه هم اوسي څوک چه هميشه دغه نعرے ته د شک په نظر ګوري، او دے موجوده مهم باندے هم غير پښتون حلقو کښے ده تشويش او خفګان اظهار روان دے۔
ضرورت ده دے خبرے دے چه دغه طرزعمل او غير ضروري مزاحمت او منافرت نه ګريز اوکړے شي او ده دواړه اړخه پښتانه ده غيرضروري تصادم نه اوساتلے شي۔

About the author

Leave a Comment

Add a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Shopping Basket